Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار؛ په ۴ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار؛ په ۴ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي.

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي،چېد دغه ولایت په سره رود، درې نور، خوږیاڼو او کوټ ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي دي.

 د مسوولینو په خبره داسې اټکل کیږي، چې ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې ځمکني توتان د کوکنار ښه بدیل دی او په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکیله د پراختیا په حال کې ده. 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په دې ولایت کې پر ۲۳۵ جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرل شوي وو، چې ۳۱۷٫۵ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوی وو.

مطالب

ننګرهار؛ په ۴ ولسوالیو کې
پر ۳۵۶ جریبه ځمکه
ځمکني توتان کرل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ