Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عربي متحده اماراتو کې لس پاکستانيان د سوال‌کولو په تور نیول شوي.
۷ حمل ۱۴۰۴

عربي متحده اماراتو کې لس پاکستانيان د سوال‌کولو په تور نیول شوي.

په عربي متحده اماراتو کې چارواکي وايي چې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال یې، د پنځو مېرمنو په ګډون لس پاکستانیان د سوال کولو په تور نیولي دي.

د متحده عربي اماراتو پولیسو په دې وروستیو کې د یاد هېواد اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د سړکونو، جوماتونو او عامه ځایونو ته نږدې ګرځېدونکو سوالګرو ته د پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن پنج‌شنبه، مارچ ۲۷مه راپو ورکړی چې یادې مېرمنې د پنجاب او لاهور اوسېدونکې دي او د سوال‌کولو په تور نیول شوي چې یاد هېواد ته به ستنې کړل شي.

همداراز په نیول شویو کې پنځه نارینه هم د پېښور او لاهور اوسېدونکي دي چې دا مهال عربي متحده اماراتو کې بندیان دي.

په راپور کې ویل شوي چې یادو پاکستاني وکړو ته د ستنېدو لپاره بېړني پاسپورټونه ورکړل شوي او پاکستان ته په ستنېدو سره به له قانوني چلن سره مخ شي.

د جیونیوز په راپور کې راغلي چې یوازې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې بهر ته د ناقانوني تګ، ډيپورټ او جرمي فعالیتونو پورې اړوند اندېښنو له امله د څه باندې ۵۲زره کسانو مخه نیول شوې ده.

مطالب

عربي متحده اماراتو کې
لس پاکستانيان
د سوال‌کولو په تور نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ