Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له کونړ وروسته د نورستان ځنګلونو کې هم اور لګېدلی.
۶ جوزا ۱۴۰۴

له کونړ وروسته د نورستان ځنګلونو کې هم اور لګېدلی.



د نورستان محلي مسؤلانو سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت د واما ولسوالي ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې د مهارولو هڅې یې روانې دي.

د نورستان د امنیې قومنداني ویاند غلام‌الرحمن حیدري وویل، اور لګېدنه د یکشنبې په ورځ لومړی د کونړ د چپې‌درې اړوند “اوتله” کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ پر ځمکه د جنجال له امله رامنځته شوې وه چې وروسته د تېزې هوا له امله اور د واما ولسوالي ځنګلونو ته خپور شو.

دی وایي، تر دامهاله اورلګېدنې واما ولسوالي کې ٢٠ جریبه ځنګلونه سوځولي.

د هغه په وینا، د نورستان د اور وژنې امریت پرسونل او د کونړ د چپې‌درې ولسوالي خلکو د اور وژنې هڅې پیل کړي.

د یادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کونړ په چپې‌درې ولسوالي کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې د ٢٨ هکتاره ځنګلونو له سوځېدو وروسته مهار شوه.

مطالب

له کونړ وروسته
د نورستان ځنګلونو کې
هم اور لګېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ