Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سعودي: د فلسطین هېواد له جوړېدو پرته اسراییلو سره اړیکې نه‌غواړو.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

سعودي: د فلسطین هېواد له جوړېدو پرته اسراییلو سره اړیکې نه‌غواړو.



سعودي عربستان د غزې په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې د فلسطین هېواد له جوړېدو پرته به هېڅ‌کله اسراییلو اړیکه ټينګه نه‌کړي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي چې امریکا غواړي پر غزې ولکه ټينګه او فلسطینیان نورو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزارت نن چهارشنبه، فبرورۍ پنځمه یوې خبرپاڼه کې ویلي، د فلسطینیانو برخلیک په تړاو د ریاض دریځ د مذاکرې وړ نه‌دی.

خبرپاڼه کې له غزې پرته نورو سیمو ته د فلسطینیانو لېږد طرحه رد شوې او ټينګار شوی چې په دې اړه د یاد هېواد دریځ نه‌بدلېدونکی دی.

ټرمپ ټينګار کړی چې امریکا به غزه خپله کړي او دغه هېواد به یې، څښتن شي.

مطالب

سعودي
د فلسطین هېواد
له جوړېدو پرته
اسراییلو سره
اړیکې نه‌غواړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ