Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

هلمند کې د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.

د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د عمري په نوم د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي.

 دغه ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت له پلان سره سم د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې پر ۶۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

 د نوموړي په وینا، په دغه ښارګوتي کې له ۲ زره څخه تر ۳ زره پورې استوګنېز کورونه، ښوونځي، مدرسې، ۱۰۰ مارکېټونه، روغتیایي مرکز، د واده صالون، جمنازیوم او نورو اړینو اسانتیاوو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې په مستیقم او غیر مستقیم ډول به په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

مطالب

هلمند کې د یوه ښارګوټي
جوړولو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ