Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر له مخابراتي چوپړتیاوو بې‌برخې سیمو کې ۱۶ سایټونه نصبېږي.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

د لوګر له مخابراتي چوپړتیاوو بې‌برخې سیمو کې ۱۶ سایټونه نصبېږي.

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د نصبولو چارې به ژر پیل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا سایټونه د یاد ولایت په هغو سیمو کې فعالېږي چې له مخابراتي چوپړتیاوو بې‌برخې دي، او په وینا یې چې د دغو سایټونو د نصبولو سروې یې بشپړه کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي رسنیو ته ویلي چې «اترا» د هېواد له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې سیمو کې د نویو سایټونو د فعالولو هڅې پیل کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د لوګر لپاره دغه نوي مخابراتي سایټونه یاد ولایت ته د مخابراتو د وزیر د سفر پرمهال منظور شوي وو چې سروې یې بشپړه شوې او عملي چارې به یې ژر پیل شي.

تر دې مخکې هم د ځینو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د لسګونه مخابراتي سایټونو د نصبولو راپورونه ورکړل شوي وو.

بلخوا د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د دغو نویو سایټونو د نصب چارو پیل ته خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته سایټونه فعال کړي.

مطالب

د لوګر له مخابراتي چوپړتیاوو
بې‌برخې سیمو کې ۱۶ سایټونه نصبېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ