Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو
۲۱ جدی ۱۴۰۳

مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد پر اېکس لیکلي چې د ریاست‌الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي د جدي په شلمه، پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې مولوي عبدالکبیر د ا.ا د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د یاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د ریاست‌الوزرا مخکینی سیاستي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو؛ له خدای څخه د اسلامي شریعت د حکمونو سره سم په ور سپارل شویو چارو کې د خدمت توفیق غواړو.»

مولوي عبدالکبیر تر دې مخکې د ا.ا د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه کار کاوه.

 نوموړی له هغه وروسته د یاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل کېږي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پخوانی سرپرست خلیل‌.الرحمان حقا.ني د لیندۍ په ۲۱مه د وزارت دننه په یوه ځانمرګي برید کې «شهید» شو.

مطالب

ذ.بېح‌الله م.جاهد
مولوي عبدالکبیر

دا خبر نورو سره شریک کړئ