Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قطغن قره‌ سي افغانیه کلي د اوبو رسولو د یوې شبکې په بشپړېدو سره ۳۲۴ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د نشراتو مدیر حمید خان مومند ویلي، چې په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، کانکريټي زېرمې جوړول، کور په کور د ۱۴۲ نل لیکو نښلول شامل دي. ‎

مطالب

کندوز کې سلګونه کورنیو ته
د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ