Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر؛ په یوه کال کې ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې شوې.
۳۱ حمل ۱۴۰۴

لوګر؛ په یوه کال کې ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې شوې.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال د دغه ولایت په پل علم او محمداغې ولسوالیو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې او فعالې شوې دي.

 د مسوولینو په خبره، له دې جملې ۱۲ کارخونې په پل علم او یوه یې په محمداغې ولسوالۍ کې جوړې شوې، چې نږدې ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

 مسوولین وایي دغه تولیدي فابریکې د کیک او کلچو، پاپړ، پلاستیکي سبدونو، بوټ او چپلکو، مزایک، کاشي، پیپ، نوشابې، آیسکریم، مالګې او وینځلو توکو د تولید لپاره جوړې شوې دي.

مطالب

لوګر؛ په یوه کال کې ۱۳
۱۳ نوې تولیدي کارخونې
جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

لوګر؛ په یوه کال کې ۱۳ نوې تولیدي کارخونې جوړې شوې.