Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ریال ماډریډ د ۴۱ ځل لپاره د کوپا‌ډېل‌رې پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

ریال ماډریډ د ۴۱ ځل لپاره د کوپا‌ډېل‌رې پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.



د ریال ماډریډ فوټبال کلب بېګاه شپه د ریال سوسیډاډ پر وړاندې له یوې په زړه پورې سیالي وروسته د اسپانیا «کوپا ډېل رې» فوټبال لیګ پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

دغه سیالي چې ۴-۴ مساوي پای ته ورسېده، ریال ماډریډ د تګ په سیالي کې د ریال سوسیډاډ کورني لوبغالي کې یادې لوبډلې ته ماته ورکړې وه او په دوو سیالیو کې ۵-۴ په پایلې سره بریا خپله کړه.

ریال سوسیډاډ لوبډلې هم دغه سیالي کې ښکلې لوبه وکړه او د لوبې تر پایه له کوربه‌ لوبډلې مخکې وه، خو وروستیو کې ریال بریالۍ شوه.

ریال ماډریډ ته یو ځل بیا انټونیو روډریګو په وروستیو شېبو کې د بریا ګول ور په برخه کړ.

دا ۴۱ ځل دی چې ریال ماډریډ د یاد لیګ پای‌لوبې ته لاره ومومي.

په ورته مهال د یاد لیګ په دویمه نیمه پای‌لوبه کې بیا بارسلونا له اټلاټیکو ماډریډ لوبډلې سره مخ دی او د یادو لوبډلو د تګ سیالي ۴-۴ مساوي پای ته رسېدلې ده.

د بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډ سیالي ګټونکې لوبډله به په پای‌لوبه کې له ریال ماډریډ سره سیالي وکړي.

مطالب

ریال ماډریډ د ۴۱ ځل لپاره
د کوپا‌ډېل‌رې پای‌لوبې
ته لاره پیدا کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ