Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې۳۰۰ کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو برابرولو لپاره مرسته وشوه.
۲۸ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې۳۰۰ کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو برابرولو لپاره مرسته وشوه.

د لوګر ولایت سیمه ییز مسوولان وايي، چې د دې ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته یې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په مالي مرسته او د لوګر ولایتي نماینده ګۍ تر چتر لاندې د کوچنیو کاروبارونو جوړولو چارې پیل کړې.
د لوګر د سرې میاشتې رئیس مولوي میرهاشم حزب الله وایي، یادې کورنۍ چې ۱۰۰ یې په مرکز او ۲۰۰ په څرخ ولسوالي کې دي؛ د یوې ځانګړې سروې له مخې یې اقتصادي حالت په نښه شوی، د لبنیاتو جوړونې، ترکاڼۍ، روب جوړونې او یوشمېر نورو برخو کې د کوچنيو کاروبارونو د جوړولو تابیا کړې، چې ورسره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې کمې او خپل کاروبار به ولري.



ګټه اخیستونکې کورنۍ هم خوښې دي او وایي، د یادو کوچنیو پروژو په جوړولو سره به یې کاروبار خپل او اقتصادي حالت به یې ورسره برابر شي.
 د یادولو ده چې په یاده ۶ میلیوني مرسته کې، هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ په نقد ډول وېشل شوي دي.

مطالب

لوګر کې۳۰۰ کورنیو سره
د کوچنیو کاروبارونو
برابرولو لپاره مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ