Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو این ایچ سي ار: په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

یو این ایچ سي ار: په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي ار) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د ۱۴.۸ میلیونو پناوړیو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بېوزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د زده‌کړو له دوامه پاتې دي. په راپور کې ټينګار شوی چې له زده‌کړو محرومیت د دغو ماشومانو راتلونکی ګواښي او په وینا یې، دا هغوی او ټولنو ته یې ناوړې پایلې لرلی شي.یاد بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د پناوړیو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې یې زده‌کړو ته لاسرسی ډاډمن کړي. یاد سازمان پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې دغو ماشومانو ته مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

مطالب

یو این ایچ سي ار
په نړۍ کې
۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان
له زده‌کړو بې‌برخې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ