Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هېواد کې د درېیو لویو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوي.
۲۰ حوت ۱۴۰۳

هېواد کې د درېیو لویو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې هېواد کې د دریو لویو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه وزارت د هېواد د اوبو د ښه مدیریت او د انرژۍ د تولید په موخه سږکال د کمال خان، شاه و عروس، عمري، کجکي، بخش اباد، آغا جان، پلتونی او پاشدان د اوبو بندونو د پاتې چارو کارونه پیل کړي او له دې منځه بیا د کمال خان، شاه و عروس او عمري بندونو چارې بشپړې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وايي، د هرات د پاشدان د اوبو بند چارې بیا ۹۵ سلنه پرمخ تللي او د پکتیکا د پلتوني بند  ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

مطالب

هېواد کې
د درېیو لویو بندونو
د جوړولو چارې
چارې بشپړې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ