Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سترې محکمې لوړ پوړی پلاوی ایران ته په سفر تللی
۲۸ جدی ۱۴۰۳

د سترې محکمې لوړ پوړی پلاوی ایران ته په سفر تللی

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی نن تهران ته په سفر تللی دی. سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی تهران ته د دواړو هېوادو ترمنځ د قضایې همکاریو ټینګښت، ایران کې د افغان بندیانو د حقونو تامین او د زندانیان د استرداد په موخه تللی دی. خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان پلاوی د دغې دوه وځني سفر په جریان کې د ایران عدلیې وزیر، د محکومینو د استرداد کمېټې رییس او نورو لوړ پړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي. تهران ته د سترې محکمې پلاوی وروسته له هغې سفر کوي، چې کابل ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوی د سفر په ترڅ کې هوکړه شوې و، چې افغان پلاوی به افغان بندیانو د وضعیت ارزونی په موخه تهران ته سفر کوي.

مطالب

سترې محکمې
تهران

دا خبر نورو سره شریک کړئ