Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې په ۲۷۵ میلیونه افغانیو د «نهرسراج» کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
۹ سرطان ۱۴۰۴

هلمند کې په ۲۷۵ میلیونه افغانیو د «نهرسراج» کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ابو او انرژي وزارت له لوري د ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هلمند سنګین ولسوالي کې د «نهرسراج  کانال» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته  د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼ‌شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د یاد وزارت سرپرست عبدالطیف منصور جوړې شوې غونډې ته وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ ولسونو ته د کرنې په برخه کې ستر خدمت تر سره کېږي. د دې کانال له لارې به  خلک د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به ستر بدلون راشي.»

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي د خلکو ژوند ته اسانتیاوې برابرې کړي او د وزګارتیا کچه راکمه کړي.

د هلمند والي مولوي کندوزي هم په غونډه کې وویل: «د نهرسراج د کانال دا ستره پروژه به د کرنیزو ځمکو خړوبولو ته زمینه برابره کړي. اوس به خلک نه مجبوریږي چې ځمکې شاړې پرېږدي. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د غلو دانو تولید زیات شي.»

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري معین عادل د پروژې اهمیت ته په اشاره وویل: «د دې پروژو له برکته نه یوازې د اوبو ستونزې حلېږي، بلکې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابریږي.»

چارواکي وايي چې د نهرسراج کانال د جوړېدو دا پروژه نه یوازې د کرنې د پراختیا لپاره مهمه ده، بلکې د سیمې اوسېدونکو ژوند کې  به هم دوامداره بدلون راولي.

مطالب

هلمند کې په ۲۷۵ میلیونه افغانیو
د «نهرسراج» کانال
د جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ