Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټکسي په توګه د شخصي موټرو پر فعالیت بندیز ولګېد.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

د ټکسي په توګه د شخصي موټرو پر فعالیت بندیز ولګېد.

د ترافیکو عمومي ریاست وایي، د شخصي موټرو چلوونکي له دې وروسته اجازه نه لري چې له خپلې نقلیه وسیلې د ټکسي په توګه استفاده وکړي. 

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې خپل نقلیه وسایط د ټکسي احصایې ته تبدیل کړي. 

تر دې وړاندې یو شمېر هغه موټر چلوونکي چې د موټرو احصایه یې د شرکتونو په نوم وه نه شوی کولی د ټکسي جواز ترلاسه کړي او له ستونزو سره مخ وو، خو د ترافیکو ریاست وایي، چې د یوه نوي طرزالعمل په اساس دغه ستونزه حل شوې ده.

مطالب

د ټکسي په توګه
د شخصي موټرو
پر فعالیت بندیز ولګېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ