غزني کې په ۳ میلیون ډالرو د تولیدي شرکت جوړولو چارې پیل شوې.
دغه تولیدي شرکت چې د پړي، پلاستیک او تار تولیدولو په برخه کې فعالیت کوي، شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه کې په پرمختللو ماشینالاتو سره جوړیږي.
د دغه شرکت نشراتي مسوول سید فرید هاشمي وویل، د یاد شرکت په فعالېدو سره ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵ ټنه پلاستیکي پړي او تار تولید کړي.
د هغه په وینا، دغه شرکت کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته وخت کې د افغانستان د کارکوونکو او کارګرانو ملي ټولنې مشر عبدالمتین مولوي زاده بېکاري د افغانانو جدي ننګونو څخه بولي او زیاتوي چې هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.