Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل ښاروالي تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸ پراختیايي پروژې پلې کړي.
۱۰ دلو ۱۴۰۳

کابل ښاروالي تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸ پراختیايي پروژې پلې کړي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال کابل‌ښار کې د ۱۸ پرمختیايي پروژو کار بشپړ شوی، د ۸۲ پروژې تر کار لاندې دي او ۲۱ نورې پروژې د تدارکاتي په پړاو کې دي.

د کابل ښاروالي مسوولانو دغه څرګندونې د دغې ادارې د لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په پروګرام کې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه کړي دي.

د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزی وايي: «د کوتل لومړۍ برخه سړک چې  بشپړ شو، د رحمن مېنې اې برخې سرک چې د کارته‌نو سرک څخه د ستانکزي بلاکونو پورې دی. له افشار تر دارالمان سرک چې عدلیې وزارت مخته تېرېږي. د کمپنۍ فرعي سرک، د سلطان محمود غزنوي سرک د تایمني پنځم سرک هنګرا پورې، د احمدشاه بابا مېنې اتم بلاک لارې تیکي‌لګول او نهم بلاک او ځینې نورې پروژې چې ۱۸ دي، کارونه بشپړ شوي.»

کابل ښاروالي په تېرو پنځو میاشتو څه باندې ۵۴زره متره مربع سړک رغولی، څه باندې ۴۳ زره متره مربع سړک یې قیر کړی او د هوا د ککړتیا د راکمولو په موخه یې تر ۲زرو زیاتې لوړ پوړیزې ودانۍ او عمومي حمامونه څارلي دي.

د کابل ښاروالي د فرهنګي چاروسلاکار نعمت‌الله بارکزي دې پروګرام کې وویل: «د هوا ککړتیا کمېدو لپاره د ۲۳۶۷ ودانیزو او حمامونو له ګرمښت سېسټم څخه څارنه شوې او ۷۶۷ ودانۍ فېلټر نه‌درلود او د هوا ککړتیا لامل کېده، وتړل شوې.»

په همدې حال کې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسي، څارنې او ارزونې رییس محمدقاسم افغان وايي، په راتلونکي لمریز کال کې به په کابل کې د ۸.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې ۲۰۰ پروژې پلې شي.

هغه وویل: «۲۵۸ پروژې په پام کې دي چې ۸۷ یې، له تېرکال دي چې سرکونه او کانالونه په‌کې شامل دي او د پلي‌کېدو لپاره یې، ۸.۲ میلیارډ افغانۍ وړاندیز شوي دي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولان زیاتوي چې دغه موده کې یې څه باندې ۳۰ زره ټُنه کثافات راټول کړي، تر ۲زره مترو ډېر کانالونه یې پاک کړي او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې یې سل زره نيالګي کېنولي دي.

یادې ادارې په تېرو پنځو مياشتو کې له درې ميليارده افغانيو ډېر عوايد هم راټول کړي دي.

مطالب

کابل ښاروالي
تېرو پنځو میاشتو کې
۱۸ پراختیايي پروژې پلې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ