Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال په هېواد کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي
۱۹ جدی ۱۴۰۳

تېر کال په هېواد کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ویلي، چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. دغه سازمان ویلي، چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغه ویروس اخته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۲۵ پېښې په افغانستان او پاتې ۶۷ یې په پاکستان کې لیدل شوې دي.
تېره اونۍ په خیبر پښتونخوا، بلوجستان او سېند ایالتونو کې د پولیو درې تازه پېښې راپور شوې وې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې یوازې په دغه ویروس د ککړو ۱۲ ماشومانو راپورونه خپاره شوي و.

مطالب

د روغتیا نړیوال سازمان
پولیو

دا خبر نورو سره شریک کړئ