Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

ننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

 د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه دېوال نړېدو له امله دوو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بیس اکمالاتي ساحه کې شوې ده.

سرچينې لیکلي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې کارګران پر کار بوخت وو او دېوال پرې را نړېدلی او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې د قربانیان ‎له ډلې یو یې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ او بل د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و.

مطالب

ننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې
دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ