په لوګر کې د نن ورځې نیالګي، د راتلونکي هوساینې په نوم د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ، چاپیریال ساتنې او پلعلم ښاروالۍ ریاستونو او د FGA مؤسسې مسوولین وایي، چې د نیالګېو اېښودلو یاد پسرلنی کمپاین، به د لوګر مرکز سربېره ټولو ولسوالیو ته وغځیږي.
ولایتي چارواکو د یاد کمپاین پیل د لوګر له لوړو زده کړو مؤسسې څخه وکړ، چې ورسره د FGA مؤسسې په مرسته، د یاد روزنیز مرکز په انګړ کې یې د درې زره میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګیو د اېښودو لړۍ هم پیل کړه.
مسوولینو په خپلو ویناوو کې، د هوا ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د نيالګيو کېنول خورا اغیزمن وبلل او زياته يې کړه، چې د نيالګيو په کېنولو سره چاپېريال زرغون او سمسور کېږي او د ډول ډول ناروغيو مخه هم نيول کېږي.
د لوګر د کرنې ریاست مسوولین وایي، په پام کې لري چې د دغه کمپاین په لړ کې به د مرکز پلعلم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۲۵۰ زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېښودل شي.