Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه.
۷ جوزا ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه.

د میدان‌وردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدان‌وردګ چارواکو ګډون کړی وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل، مرکز میدانښار کې په ۸ سوه جریبه ځمکه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۹۱۰ د هستوګنې نمرو، شنې سیمې، جوماتونه، ښوونځي، مدرسي او د موټر پارکینګونو پلان جوړ شوې دی.

هغه وویل، میدان‌وردګ کې راستنېدونکو کډوالو ته به په شفافه توګه د یوه کمېسیون له لوري د هستوګنې نمرې ووېشل شي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل چې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو ته تازه له ګاونډيو هېوادونو سلګونه کورنۍ راستانه شوي او اړتیا ده چې حکومت ورته د هستوګنې، روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخه کې زمینه برابره کړي.

همدارنګه د ریاست‌الوزرا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، ا.ا په ټول توان سره هڅه کوي چې راستنېدونکو ته په خپلو سیمو کې د هستوګنې، روغتیا، پوهنې او کارموندنې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ده وویل، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د هستوګنې ښارګوټي جوړ شوي او په ځینو ولایتونو کې کډوالو ته د هستوګنې نمرو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

حنفی همدارنګه وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د میدان‌وردګ ولایت مقام سره په همغږۍ په مرکز میدانښار کې هم راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو وېش لړي پيل شوه چې په ډېره شفافه توګه به مستحقو کورنیو ته د سرپناه ځمکه ووېشل شي.

مطالب

میدان‌وردګ کې راستنېدونکو ته
د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ