Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بلخ والي ازبکستان ته سفر کړی.
۹ حمل ۱۴۰۴

د بلخ والي ازبکستان ته سفر کړی.

په مزارشریف کې د والي دفتر پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې محمد یوسف وفا د یوه ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی. 

دا پلاوی به له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګرۍ د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ، او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړي.

مطالب

د بلخ والي
ازبکستان ته سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ