Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۶ ثور ۱۴۰۴

غزني؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۲جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د کابل–کندهار پر لویه لار د قره باغ ولسوالۍ په کرسای سیمه کې د یوه ټودي ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

 سرحدي ویلي، چې دویمه پېښه بیا نن سهار د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې د یوه مازدا او پاسو ډوله موټرو د ټکر ترمنځ رامنځته شوې چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي. 

د یادو دواړو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

مطالب

غزني؛ په ۲ جلا
ترافیکي پېښو کې
۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ