Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالباقي حقاني: تېرو اشغالونو زموږ د بچیانو ذهنونه اشغال کړي وو.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

عبدالباقي حقاني: تېرو اشغالونو زموږ د بچیانو ذهنونه اشغال کړي وو.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې هېواد کې تېرو اشغالونو د ځوانانو ذهنونه هم اشغال کړي وو.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

نوموړي د وینا پرمهال همداراز ویلي چې تېرو حکومتونو د اسلام او د هېواد د ګټو خلاف نظریې خپرولې.

هغې وویل: « تېرو اشغالونو زموږ د هېواد د بچیانو ذهنونه اشغال کړي وو او تېرو حکومتونو داسې نظریې خپرې کړې وې چې نه د اسلام او نه د هېواد په ګټه وې. د پوهنې وزارت باید هڅه وکړي چې د هېواد د بچیانو ذهنیتونه په اسلامي او ملي روحیه وروزي.»

هغه ټينګار کړی چې د تېرو شلو کلونو پرمهال هېواد کې د پوهنې برخه کمزورې وه او په وینا یې، پوهنې وزارت باید دې برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.

مطالب

عبدالباقي حقاني
تېرو اشغالونو زموږ
ږ د بچیانو ذهنونه
اشغال کړي وو

دا خبر نورو سره شریک کړئ