Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فرانس پریس: په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په دفاعي حالت کې دي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

فرانس پریس: په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په دفاعي حالت کې دي.

فرانس پریس خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په  دفاعي حالت کې دي او په دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی. 

د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي ( مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو.) دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.

 امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري، چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.

مطالب

فرانس پریس
په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان
په دفاعي حالت کې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ