فراه؛ تولید شوې افغاني جامې د ولایتونو سربېره ایران ته صادرېږي.
په فراه ولایت کې د خیاطي یوې کارخونې مسوولین وایي، چې د دې کارخونې تولید شوې افغاني جامې (لباسونه)نه یوازې د فراه او ګاونډیو ولایتونو بازار ته وړاندې کېږي؛ بلکې ایران ته هم صادرېږي. د سیستان کارخونې مسوولې فریبا شریفي له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په دې کارخونه کې ۱.۶ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په کې ۶۰ کونډې، بېوزلې او اړمنې مېرمنې په کار بوختې دي. شریفه وایي، چې په دې کارخونه کې د تولید ترڅنګ هر کال ۲۰۰ تر ۲۵۰ نجونې د خیاطۍ زده کړه کوي او کارکوونکې مېرمنې د میاشتې ۵۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ افغانۍ عواید هم ترلاسه کوي. شریفه زیاتوي چې د یادې کارخونې د خامو توکو اړتیا د فراه له بازارونو پوره کوي، او تولید شوي لباسونه یې فراه، هرات، نیمروز او د ایران بازارونو ته صادرېږي.