Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې پر افغان خاوره یې توغندی لګېدلی.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

هند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې پر افغان خاوره یې توغندی لګېدلی.

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې د افغانستان په خاوره د هند توغندي لګېدلي رد کړې او هغه یې «خندوونکې» بللې ده.

د راپورونو پر بنسټ، ویکرم مسري نن یوه خبري ناسته کې وویل، «د افغانستان خلکو ته مه ور یادوئ چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان بنسټونه او بې ګناه افغانان چا په نښه کړي دي.»

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن ادعا وکړه چې پر پاکستان د هند توغندیزو بریدونو کې یې ځینې د افغانستان پر خاوره هم لګېدلي دي.

اسلامي امارت تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ پیل شوې جګړه په تېرو دریو لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.

مطالب

هند د پاکستان هغه ادعا رد کړه
چې پر افغان خاوره یې توغندی لګېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ