Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د بې‌کیفیته تېلو پلور له امله ۷پمپونه تړل شوي.
۱ سرطان ۱۴۰۴

کندهار کې د بې‌کیفیته تېلو پلور له امله ۷پمپونه تړل شوي.



د کندهار ښاروالۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښار کې د تېلو دغه ۷ پمپونه یې د بې‌کیفیته او په لوړه بیه د تېلو پلور له امله په موقعت ډول تړلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته هېڅ د تېلو پمپ ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې عادي تېل د “سوپر ۹۲” په نوم وپلوري، پرته له دې چې له نفت او ګازو دولتي شرکت رسمي اجازه‌لیک ولري.

همدارنګه ویل شوي، هغه د تېلو پمپونه چې له اجازې پرته سوپر تېل وپلوري، د درې میاشتو لپاره به تړل کېږي.

د کندهار ښاروالي خبرپاڼه کې د تېلو لپاره موقتي نرخونه هم ټاکل شوي چې له مخې به یې پترول لیټر په ۶۵ او ډیزل لیټر په ۶۶ افغانۍ پلورل کیږي.

مطالب

کندهار کې د بې‌کیفیته تېلو
پلور له امله ۷پمپونه تړل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ