Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو این ایچ سي ار: اپریل کې له پاکستانه ۱۲۰ زره کډوال راستانه شوي.
۷ ثور ۱۴۰۴

یو این ایچ سي ار: اپریل کې له پاکستانه ۱۲۰ زره کډوال راستانه شوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار ) ویلي، چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستان څخه هېواد ته نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي. 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر عرفات جمال دا څرګندونې پرون له تورخم څخه د لیدنې پرمهال کړې دي. 

د نوموړي په خبره، په راستنو شویو کې نجونې او مېرمنې هم شته چې زده‌کړو او کار ته د محدود لاسرسي په برخه کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخې دي. 

هغه زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د بېړنیو مرستو په وړاندې کولو له هغوی ملاتړ کوي، خو اړتیاوې زیاتې دي.

مطالب

یو این ایچ سي ار
اپریل کې له پاکستانه
۱۲۰ زره کډوال راستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ