د المان د کورنیو چارو وزیر د فرانسې، پولنډ، اتریش، چک او ډنمارک او همداراز د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو له کمیشنر سره په کتنه کې د پناه غوښتونکو د قوانینو د سختولو لپاره پر یوې طرحې هوکړه کړې ده.
د دغې طرحې له مخې، د افغانستان او سوریې اوسېدونکي به په عادي توګه له دغو هېوادونو اېستل کېږي.
په دغې هوکړه کې له اروپايي ټولنې بهر خوندي مرکزونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو د لیږدولو لپاره د قانوني خنډونو لرې کول او په درېیمو هیوادونو کې د پناه غوښتنې پروسیجرونو فعالول شامل دي او همداراز به هغه هېوادونه چې په دې بهیر کې له اروپايي ټولنې سره همکاري نه کوي پر اتباعو یې د ویزې محدودیتونه ولګول شي.