Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د جلال‌اباد ښار د حلقوي سړک جوړېدو چارې پیل شوې.
۹ جوزا ۱۴۰۴

د جلال‌اباد ښار د حلقوي سړک جوړېدو چارې پیل شوې.

د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې سرخاب پله ته څېرمه له ځنګل باغ څخه تر ثمر خېلو پورې د ۴۰ متره په پراخوالي حلقوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

 د جلال اباد ښاروال قاري بسم الله بلال ویلي، چې د حلقوي سړک په مسیر کې د خلکو د جایدادونو د استملاک لپاره شفافې کمېټې جوړې شوي، څو د پلان له مخې متاثر کورونه د مناسبو ځایونو په بدیل سره جبران شي. ولایتي مسوولین وايي، د دې حلقوي سړک په بشپړېدو سره به د جلال‌ اباد ښار دننه ترافیکي ستونزې په پراخه کچه راکمې، د مسافرو او مالونو لېږد به اسانه او ښار به نوې بڼه واخلي.

مطالب

د جلال‌اباد ښار
د حلقوي سړک جوړېدو
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ