Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د یمن پر صنعا نړیوال هوايي ډګر د اسراییل بریدونه.
۱۷ ثور ۱۴۰۴

د یمن پر صنعا نړیوال هوايي ډګر د اسراییل بریدونه.



اسراییلي رسنیو سه‌شنبه وویل چې یمن کې یې پر صنعا نړيوال هوايي ډګر بریدونه کړي او دغه هوايي ډګر یې له کاره غورځولی دی.

د اسراييل پوځ یوه بیانیه کې ویلي، د بریدونو په دلیل له صنعا ډګر څخه الوتنې ځنډول شوي او د دغه ډګر د مسافرینو ترمینل او په کې دننه ټولې الوتکې په نښه شوي دي.

د اسراييل پوځ ټینګار کړی چې ٢٠ ځلې یې د یمن په بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي دي.

اسرائیل له دغو بریدونو وړاندې صنعا نړیوال هوايي ډګر کې ټولو حاضرو کسانو ته خبرداری ورکړی وو چې له سیمې ووځي.

ورته وخت کې حوثیانو هم پر صنعا هوايي ډګر د اسراييل بریدونه تایید کړي دي.

مطالب

د یمن پر صنعا نړیوال
هوايي ډګر د اسراییل بریدونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ