Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان له دغه هېواد اسراییلو ته اټومي ګواښ اوازې رد کړي.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

پاکستان له دغه هېواد اسراییلو ته اټومي ګواښ اوازې رد کړي.



په داسې حال کې چې اسراییل د ایران د اټومي وسلو د تاسیساتو له‌منځه وړو لپاره له تېرې جمعې راهیسې بریدونه کوي، پاکستان وايي، له دغه هېواد اسراییلو ته اټومي ګواښ نشته.

تهران کې د پاکستان پخواني سفیر العربیه رسنۍ سره مرکه کې له دغه هېواد اسراییلو ته د اټومي ګواښ پېښېدل رد کړي دي.

د ایران او اسراییلو ترمنځ روانه جګړه هم له همدې امله پیل شوه چې د اسراییلو په وینا، ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي.

له دې جګړې وړاندې ایران په لومړي ځل له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په تړاو څو پړاوه خبرې هم وکړې.

ایران وايي، اټومي پروګرام یې، سوله‌ییزې موخې لري او دا یې، حق دی چې یادې وسلې ترلاسه کړي.

د پاکستان سفیر دغه خبرې داسې مهال کوي چې د افغانستان د حزب اسلامي مشر هم له دې وړاندې پر پاکستان د اسراییلو د برید خبره کړې وه.

پاکستان بیا پر ایران د اسراییلو برید غندلی او له تهران یې، خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په همدې حال کې درې ورځې وړاندې د ایران سپاه پاسداران مخکیني مشر محسن رضايي د ایران له دولتي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، پاکستان حاضر دی چې د اسراییلو پروړاندې اټومي وسلې وکاروي.

نوموړي ویلي و: «ټولو عربي هېوادونو اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې له تاسو ملاتړ کوو. پاکستان ویلي، که اسراییل ایران په اټوم وولي، موږ به اسراییل پر اټوم وولوو.»

له دې څرګندونو وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف تېره یکشنبه وویل چې د پاکستان اټومي وسلې د دغه هېواد د دفاع لپاره دي.

مطالب

پاکستان له دغه هېواد اسراییلو ته
اټومي ګواښ اوازې رد کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ