Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

واشنګټن ته د تهران خبرداری؛ «سیمه کې به مو پوځي اډې په نښه کړو»
۲۱ جوزا ۱۴۰۴

واشنګټن ته د تهران خبرداری؛ «سیمه کې به مو پوځي اډې په نښه کړو»



د واشنګټن او تهران ترمنځ د شپږم پړاو خبرو د پیل په درشل کې د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده وايي، که دغه خبرې له ماتې سره مخ شوې او امریکا سره نښته رامنځته شوه، دوی به سیمه کې د هغه هېواد پوځي اډې په نښه کړي.

نصیرزاده نن چهارشنبه، جون ۱۱مه یوې خبري ناستې ته وویل: «د مقابل لوري ځېنې چارواکي ګواښ کوي، که مذاکرات بې‌پایلې شول، نو جګړه به پیل کړي. که پر موږ جګړه تحمیل شوه… د امریکا ټولې پوځي اډې زموږ تر څار لاندې دي او موږ به په زړورتیا په کوربه‌ هېوادونو کې د دوی اډې په نښه کړو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ویلي، که تهران سره د اټومي وسلو په تړاو روانې خبرې یوې هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر دغه هېواد به برید وکړي.

د ایران دفاع وزیر همداراز زیاته کړې چې ایران په دې وروستیو کې د دوه ټُنه لېېږدونکې سرګلولې توغندی ازمویلی او په وینا یې، د واشنګټن له ګواښونو نه‌وېرېږي.

ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو ورځو د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو په اړه شپږم پړاو خبرې پیل شي.

مطالب

واشنګټن ته د تهران خبرداری
«سیمه کې به مو پوځي اډې په نښه کړو»

دا خبر نورو سره شریک کړئ