د ایران د بریدونو دوام؛ اسراییل د ۱۲ ورځو د دفاع توان لري.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې په لړ کې واشنګټن پوسټ رسنۍ وايي، که ایران همداسې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، اسراییل به یوازې ۱۲ ورځې له ځان د دفاع توان ولري.
العربیه فارسي څانګې د واشنګټن پوست له قوله راپور ورکړی چې اسراییلو دفاعي سېسټم له ۱۰ تر ۱۲ ورځو د دې توان لري چې د ایران یرغلیزو بریدونو پر وړاندې ودرېږي.
په ورته مهال یادې رسنۍ د والسټرېټ ژورنال له قوله بیا په یوه خبر کې ویلي چې اسراییل د توغندیو له کمښت سره مخ شوی دی.
اسراییلو بیا تراوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
امریکا چې د اسراییلو نږدې ملګری او شریک بلل کېږي، د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره تلابیب ته پوځي مرستې ورکوي.
د امریکا ترڅنګ انګلستان او نور هېوادونه هم په ښکاره او پټه توګه د ایران پر وړاندې د اسراییلو ملاتړ کوي او د مرستو یوه برخه هم ورته برابروي.