Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د غشي‌وېشتلو سیالي وشوې.
۱۴ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د غشي‌وېشتلو سیالي وشوې.



د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايی چې د غشي‌وېشتلو فدراسیون له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالي کې د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غشي‌وېشتلو سیالي پای ته ورسېدي.

د میدان‌وردګ له ولایت مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالي د غشي‌وېشتلو ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ ښې اړیکې او تجربي رامنځته کول وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه سیالي د ولایت په کچه جوړې شوي او یوه ورځ یې دوام وکړ.

د غشي‌وېشتلو سیالیو ورزشکارانو د بدني روزنې او روزش امریت څخه غواړي چې یاد ورزش ته وده ورکړي او ورزشکارانو ته ښه فرصتونه برابره کړي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ
د غشي‌وېشتلو
سیالي وشوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ