Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لکښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

لغمان؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لکښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په لغمان ولایت کې د یو شمېر رغنیزو پروژ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

سرچینې ویلي، په دې پروژو کې د نهر کریم کانال اړوند سلګونه ترنجونه، یو سربند، دوه چکډېمونه او د کبانو روزنې حوض پروژې شاملې دي او ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

 په جوړو شویو مراسمو کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ رییس د (اېف اې  او) موسسې مسوولینو د خدمتونو ستایلو ترڅنګ له هغوی غوښتي، تر څو د نهر کریم کانال د پاتې کارونو د بشپړولو او د یاد کانال د سیند غاړې استنادي دېوالونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

مطالب

لغمان؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لکښت
د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ