Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قزاقستاني پلاوی: د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو یو.
۱ ثور ۱۴۰۴

قزاقستاني پلاوی: د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو یو.



د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.

اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ژومانګارین په خبره ویل شوي چې قزاقستان د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې، د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتو دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.

د ژومانګارین په وینا، قزاقستاني پانګوال افغانستان کې مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتوالی لري او دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوسپنې پټلۍ یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ.

د یاودنې ده چې دغه قزاقستاني پلاوی د افغان ـ قزاق ګډ نندارتون کې د ګډون لپاره نن دوشنبه کابل ته ورسېده.

مطالب

قزاقستاني پلاوی
د افغانستان بېلابېلو
برخو کې پانګونې ته چمتو یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ