Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا رئیس الوزراء سره کتلي.
۷ دلو ۱۴۰۳

د ایران بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا رئیس الوزراء سره کتلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.
 د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، دواړو لوریو دې کتنه کې د کابل او تهران وروستیو دوه اړخیزو تحولاتو او ګډو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
 د ایران بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.
 عراقچي تر دې مخکې په همدې ورځ، د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتنه کې په دوه اړخیزو مسایلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې وې.

مطالب

د ایران د بهرنیو چارو وزیر
رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند

دا خبر نورو سره شریک کړئ