د لوګرپوهنې ریاست د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دفتري توکي پیرلي.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه وسایلو مالي لګښت د پوهنې وزارت له عادي بودجې څخه ورکول شوی، چې په کې ١٨٥ قلمه اړین وسایل شامل دي.
د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب زینت راډيو ته وویل؛ چې په پیرل شویو توکو کې ۱۸۵ قلمه بېلا بېل ټکنالوژیکي او اړین دفتري تجهیزات او لوازم شامل دي، چې د پوهنې ریاست تر څنګ به د مرکز او ولسوالیو د پوهنې پر آمریتونو او ښوونځیو ووېشل شي.