Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.
۴ جوزا ۱۴۰۴

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن د دوی پر لوري توغول شوی، توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ له دې وړاندې ویلي و چې په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی شوی و او د یاد توغندي د شنډولو لپاره دفاعي سېسټم چمتو شوی و.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې، د یمن د حوثیانو ډلې، په غزه کې فلسطینیانو سره د پیوستون په توګه پر اسراییلو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

دغه توغندي تر ډېره شنډ شوي او یا هم ناکام شوي دي.

که څه هم تراوسه حوثي ډلې د دغه توغندیز برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو له دې وړاندې پر اسراییلو د وېشتل شویو توغندیو مسوولیت یې، منلی دی.

په دې وروستیو کې پر اسراییلو له یمن د توغندیزونو بریدونو لړۍ پراخه شوې ده. تېره اوونۍ هم  حوثي ډلې څو ځلې پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي چې د اسراییلو له لوري شنډ شوي دي.

مطالب

له یمن پر اسراییلو
توغندیز برید شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ