د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د یکشنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي
ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په
خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې
پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. یاد بانک زیاته
کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي
تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت
پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.