Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان د رسنيو يو پلاوي د چین د هانګجو او شنجیانګ له ښارونو ليدنه وکړه.
۹ ثور ۱۴۰۴

د افغانستان د رسنيو يو پلاوي د چین د هانګجو او شنجیانګ له ښارونو ليدنه وکړه.



د افغانستان د دولتي او خصوصي رسنیو يو ګډ پلاوی چين ته تللی او ددې هېواد له مختلفو سيمو څخه يې ليدنه کړې ده.

دغه پلاوي د چین د هانګجو او شنجیانګ ښارونو له بېلابېلو تاريخي او تفريحي سيمو، کلتوري مرکزونو، فابريکو، موزيمونو او نندارتونونو څخه لیدنه کړې او دغه راز يې د دغه دوو ښارونو له سيمه‌ييزو چارواکو سره هم ليده کاته کړي دي.

ددې کتنو په ترڅ کې د ارومچي لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت استازي د افغانستان او چين سياسي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ښې وبللې او ددې اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.

په دې ليدنه کې د افغان پلاوي له ډلې فدا محمد دوست د افغانستان او چين اړيکو ته په اشارې وويل چې دغه هېواد د افغانستان په ګډون د نړۍ او سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره مرستې کړې دي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې دا مهال په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شوی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي.

د نوموړي په وينا، چين هم کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مطالب

د افغانستان د رسنيو يو پلاوي
د هانګجو او شنجیانګ
له ښارونو ليدنه وکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ