په لوګر کې پنځه سوه اړمنو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې پر څه باندې ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکوي.
دکليو دبيا رغونې اوپراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل وایي، چې دغه مرستې د خوړو دنړيوال سازمان له خوا دکليو دبيارغونې اوپراختيا چارو د مؤسسې په تخنيکي همکارۍ له یاد ریاست سره په همغږۍ د خوښۍ ولسوالۍ په ۵۰۰ اړمنو کورنیو وويشل شوې.
د هغه په وينا، هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۶ کيلو دال، يوه بسته مالګه، ۳ بسته سوپر سيريال او ۳۰ بسته پلمپي خواړه ووېشل شول.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت په زینو نورو ولسواليو کې هم پر څه باندې درې زره مستحقو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي دي.