Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ کې په ۲۸میلیون ډالرو د برښنا د تولید پروژې چارې پیل شوې.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

بلخ کې په ۲۸میلیون ډالرو د برښنا د تولید پروژې چارې پیل شوې.



د برښنا شرکت مسوولان وايي، د لمریزې برښنا د تولید دغه شبکه چې ۲۸ میلیون ډالره لګښت پرې راځي، د بلخ دهدادي ولسوالي کې جوړیږي.

د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر نن (شنبه، ثور ۱۳) د دغې لمریزې برښنا د تولید شبکې د چارو پرانیستې مراسمو ته وویل، یاده شبکه چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او چارې به یې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

ده وویل، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ او صنعتي فابریکې په اسانه ډول برښنا ته لاسرسی پیدا کړي.

د یادې پروژې چارې د غضنفر ګروپ او ذولرستان خصوصي شرکتونو له لوري ترسره کیږي.

د شمېرو پر اساس، د هېواد د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او اوزبیکستان هېوادونو څخه تامینیږي.

مطالب

بلخ کې په ۲۸میلیون ډالرو
د برښنا د تولید پروژې چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ