Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر اوکراین د روسیې برید له امله پنځه کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

پر اوکراین د روسیې برید له امله پنځه کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي.



پر اوکراین د روسي ځواکونو د بریدونو له امله د یوه تنګي ځوان په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۵۵ نور ‎ټپیان دي.

دغه کسان د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې ټپیان او وژل شوي دي.

بل‌خوا د روسیې تر کنټرول لاندې ژاپورېژیا کې د اوکراین د برید له امله د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین پوځ وايي چې بېګاه شپه یې، د روسیې له لوري له وېشل شویو ۶۵ ډرون څخه  ۳۷ راپرځولي دي.

د ډرون په دې بریدونو کې سوداګریز، اوسپنې پټلۍ او ودانۍ ویجاړې شوې دي.

اوکراین همداراز ادعا کړې چې کرسک کې یې، روسي ځواکونه وژلي، خو په دې اړه یې، نور معلومات نه‌دي ورکړي.

مطالب

پر اوکراین
د روسیې برید

دا خبر نورو سره شریک کړئ