Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اقتصاد وزارت سږکال ۱۲۹ کورنیو او ۵بهرنیو موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

د اقتصاد وزارت سږکال ۱۲۹ کورنیو او ۵بهرنیو موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت د روان لمریز کال له پیل راهسیې ۱۲۹ کورنیو او ۵ بهرنیو موسسو ته تازه د فعالیت جواز صادر کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب رسنیو ته وویل، دغه موسسې خپلې پروژې د کرنې، ښوونې او روزنې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د افغانستان نورو برخو کې تطبیق کوي.

هغه زیاته کړه چې د دغو موسسو فعالیت لنډمهال کې هېواد کې د بېوزلۍ کچې راکمولو کې مهم رول لرلی شي.

نوموړي وویل: «سږکال موږ ۵ بهرنۍ نادولتي موسسې او ۱۲۹ کورني نادولتي موسسې ثبت کړې او د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. دوی د کرنې، پوهنې، د ناورین مدیریت، ټولنیز خوندیتوب او ځینو نورو برخو کې کار کوي.»

تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي وو، افغانستان سره د امریکا مرستو ځنډېدو په پایله کې، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ بهرنیو موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت سره ۲زره او ۶۰۸ کورنۍ او بهرنۍ موسسې ثبت دي.

مطالب

د اقتصاد وزارت
سږکال ۱۲۹ کورنیو
۵بهرنیو موسسو ته
د فعالیت جوازونه ورکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ