کونړ کې د چارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.
د کونړ ولایت د ځنګلونو د ساتنې قطعې په چپې درې ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چارتراشو د قاچاق مخه نیولې ده. د کونړ امنیه قوماندان ضیاءالحق وايي، چې د ځنګلونو د ساتنې قطعې ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰ د چارتراش لرګي نیولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د لرګیو قاچاقچیان په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې دوام لري. نوموړي ټینګار کړی، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد ملي شتمني د قاچاق له لارې وپلوري او دا ډول غیرقانوني کړنې به په کلکه وځپي.