Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده.

د کار نړیوال سازمان (ای ایل او) په خپله ویب‌پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د دې ورځې په مناسبت ویلي، په داسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ډېری خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي. 

سرچینې ویلي، چې د سږ کال شعار «روغتیا او خوندیتوب په کار کې» دی، چې د کاري چاپېریال د خوندیتوب او روغتیا پر ارزښت ټینګار کوي. بلخوا په افغانستان کې بیا زرګونه کارکوونکي په سختو شرایطو کې، له روغتیايي بیمې، د خوندیتوب وسایلو او قانوني ملاتړ پرته کار کوي. 

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې ډېر کارکوونکي د ډبرو سکرو په کانونو او ساختماني کارونو کې د خرابو کاري شرایطو له امله له خپل ژونده بې برخې شوي دي.

مطالب

نن د مې لومړۍ نېټه
د کارګر نړیواله ورځ ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ